پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاریان وايي پولیس او قونسلګرۍ ترې د ویزې پر سر بډۍ اخلي
نیټه:

 

په ننګرهار کې  د پاکستان قونسلګرۍ ویزه اخیستونکي وايي پولیس او دقونسلګرۍ کارکوونکي يې له پیسو پرته ویزې نه ورکوي. 
د پاکستان قونسل د قونسلګرۍ د کارکوونکو له لورې د پیسو اخیستل ردوي او داچاره د پولیسوکار بولي دوي ویزه اخیستونکو ته د اسانتیاو دبرابریدو خبره کوي.
خو د امنیه قومندانۍ مسؤلین هم د پولیسو له لوري دبډو له اخیستلو سره مخالفت ښایي. 
دمرګ او ژوند ترمنځ یو ناروغ ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ ته دهغه هیواد د ویزې په اخیستو پسي راغلی چې د درملنې لپاره پاکستان ته لاړشي خو د دا ډول ناروغانو پیوازان وايي د قونسلګرۍ مخ ته ولاړ پولیس او دقونسلګرۍ کارکوونکي يې له پیسو پرته ویزې نه ورکوي. 
دوی وايي دیوې ویزي پر سر ترې له پنځه زرو نیولي تر دولس زره کلدارو غوښتنه شوي.
خو د پاکستان قونسل وايي چې د پخوا په پرتله يې اوس د ویزو دورکړي په برخه کې ویزه اخیستونکو ته ډيري اسانتیاوې برابري کړي. 
دوی د قونسلګرۍ دکارکوونکو له لورې د ویزي پر سر د پیسو اخیستل ردوي او وايي چې د قونسلګرۍ مخ ته ولاړ افغان ملي پولیس کله ناکله له ویزه اخیستونکو پیسي اخلي. 
خود امنیې قومندانۍ مسؤلین د قومندانۍ اړوند پولیس له فساده پاک بولي او وايي چې پولیس یواځي د قونسلګرۍ دساتنې او دویزه اخیستونکو د نظم ساتلو مسؤلیت لري. 
دوی وايي چې په نږدې وخت به دیو نوي پلان په تطبیق سره دویزه اخیستونکو ستونزې له یوې مخې حل شي. 
په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ ته دختیځ زون دڅلورو ولایتونو دهستوګنو سربیره د خوست پکتیا پکتیکا او ځينو نورو ولایتونو هستوګن هم د ویزو اخیستو لپاره راځي. 
دلته ویزه اخیستونکو په قونسلګرۍ کي د فساد دشتون له امله څو شیبې د کابل جلال اباد لویه لار هم داعتراض په ډول تړلي وه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته