پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دموټرسایکلونوبندییزلس زره کسان بې روزګاره کړې
نیټه: Tue, 07 Aug 2018 12:39:25 +0000

 

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د موټرسايکلونو سوداګر او پلورونکي وايي چې په ښار کې د موټرسايکلو پر ګرځېدو بنديز ورته ميليونونه افغانۍ تاوان اړولی او دغه راز له امله یې لس زره کسان بې روزګاره شوي دي.
دوی وايي، په جلال اباد ښار کې له ۶۰۰ زيات د موټر سايکلونو د پلور او ترميم دوکانونه شته چې تر لس زره ډېرو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره وه خو د موټرسايکلو پر ګرځېدو بنديز ياد کسان بې روزګاره کړي دي.
د دوکاندارانو د معلوماتو له مخې، په جلال اباد ښار کې د موټرسايکلو پر کاروبار سلګونه زره ډالر پانګونه شوې خو اوس يې کارونه په ټپه ولاړ دي.
موټرسايکل پلورونکي او مستریان غوښتنه کوي چې لږ تر لږه دې ولايتي اداره په ښار کې اسناد لرونکو موټرسايکلو ته د يو نفري ګرځېدو اجازه ورکړي.
موټرسیکل پلورونکي او مستریان  وايي  هره مياشت ۵۰زره افغانۍ د دوکان کرايه ورکوي، دولت ته ټکس او ماليه ورکوي، قانوني موټرسايکلونه پلوري؛ خو د کار پر وړاندې يې خنډ رامنځته شو.
دوي وايي له تېرو شپږو مياشتو راهيسې بې روزګاره دی او کورنۍ يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
عام ښاريان دوه نظرونه لري ځيني يې بنديز ښه ګڼي خو ځينی وايي چې امنيت نه دی تامين شوی، نو بايد بېرته موټرسايکلونو ته اجازه ورکړل شي، خو هغو موټرسايکلونو ته چې قانونې اسناد ولري.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې موټرسايکل پلورونکو ته اوښتو زيانونو ولايتي اداره هم اندېښمنه کړې، خو لومړيتوب ورته د ښار د خلکو د ژوند ساتنه ده.
دی وايي، کشفي ارګانونه پر همدې موضوع کار کوي او هر کله چې له دې برخې ګواښونه کم شول، نو د قانوني اسنادو لرونکو موټرسايکلونو ګرځېدو ته به اجازه ورکړل شي.
شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې هغه وخت چې جلال اباد ښار کې په څو پېښو کې د موټرسايکل سپرو وسله والو له لوري پوليس په نښه شول، ښار کې د موټرسايکلونو پر ګرځېدو بنديز ولګېد، څو د نا امنیو مخنیوی وشي خو له دغه کار سره ډېر خلک بېکاره شوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته