پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غني کاپیسا کې دسترې پروژې پرانیسته وکړه
نیټه: Wed, 08 Aug 2018 10:59:45 +0000

 

ولسمشر اشرف غني کاپيسا ته د سفر په ترڅ کې د برېښنا ستره پروژه پرانيسته او په دې سره د دغه ولايت ٣٠زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.
له ارګه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن سهار له يو لوړپوړي پلاوي سره کاپيسا ولايت ته تللی دی.
سرچينې زياته کړې چې هغه د کاپیسا ولایت د مسوولینو، مشرانو او استازو په شتون کې د ګلبهار د برېښنا سب سټېشن پرانیست.
بلخوا د برېښنا شرکت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنا يادې ټولې درې پروژې دي چې د ولسمشر له خوا پرانيستل شوې.
سرچينې ويلي، اوسمهال د کاپیسا برېښنا شرکت د دغه ولایت ۱۱۱۰۰ پېرودونکو ته د برېښنا رسولو خدمتونه وړاندې کوي چې د پورته یادو پروژو ګټې اخیستو ته په سپارلو سره به دېرش زره نورې کورنۍ له برېښنا برخمنې شي. 
برېښنا شرکت وايي، له وارداتي مزي سره پر تړل کېدو سربېره یاد سب سټېشن د نغلو له تولیدي فابریکې سره هم وصل دی، که چېرې په وارداتي مزي کې کومه ستونزه رامنځته شي، کولای شي د نغلو له تولیدي فابریکې ګټه واخلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته