پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دافغانستان او ایران ترمنځ په پروازونوکې ډېروالی راځي
نیټه: Wed, 08 Aug 2018 11:10:03 +0000

 

ایراني رسنۍ وایي تهران د افغانستان د ترانسپورت له وزیر سره هوکړې ته رسېدلی، چې د ایران او افغانستان ترمنځ به په هوايي پروازونو کې ډېروالی راځي.
 راپورونه وايي چې دمګړی د ایران او افغانستان ترمنځ هره اونۍ تر نهو پورې پروازونه ترسره کېږي چې د وخت په تېرېدو به دا شمېره تر ۳۰ پورې پورته کړي. 
ایراني چارواکو ویلي چې افغانان او ایرانیان غواړي په فرهنګي او اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي نو همدې لېوالتیا او اړتیا ته په کتو یې ددغو پروازونو د ډېرولو پرېکړه کړې ده.
 افغان لوري هم ورسره منلې ده، چې له ایران سره به د پروازونو په شمېر کې ډېروالی راشي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته