پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چنارتوکې د ۳۱ سرتېرو مړي موندل شوي
نیټه: Wed, 08 Aug 2018 11:40:41 +0000


 
په اروزګان کې د چنارتو ولسوالۍ ولسوال وايي چې له نادرکه شوو لسګونو سرتېرو څخه يې د ٣١ مړي پيدا شوي خو د ملي دفاع وزارت بیا دا خبره ردوي.
څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو په چنارتو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه قرارګاه ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې لسګونه سرتېري نادرکه شوي وو.
د چنارتو ولسوال فيض محمد وايي چې د ملي اردو په دغه کمپ کې د ملي اردو ۶۵ سرتېري اوسېدل چې د جګړې له لومړۍ شپې راهيسې ټول نادرکه شوي وو.
هغه وويل چې له تېرې ورځې راهيسې کومانډو ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د عملياتو پر مهال يې تر اوسه د ناردکه شوو ٣١ سرتېرو مړي موندلي دي، څلور يې ټپيان دي او ١٨ نورو يې ځانونه تر ولسوالۍ رسولي دي.
د ولسوال په وينا، د ملي اردو ١٢ سرتېري اوس هم نا درکه دي او کېداى شي وسله والو طالبانو له ځان سره بیولي وي.
خو د ولايت مقام وياند نويد افغانزوی په دومره لوی شمېر کې د ملي اردو د سرتېرو وژل کېدل او بيا د جسدونو پيدا کېدل رد کړل.
د هغه په وينا، هلته يواځې پنځه سرتېري وژل شوي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بيا د پنځو سرتېرو د وژل کېدو او د درېيو ټپي کېدو خبره مني او وايي چې پاتې نور نادرکه دي.
هغه وويل چې له نادرکه شوو سرتېرو ٣٥ يې بېرته د ولسوالۍ مرکز ته راغلي او د پاتې نورو په اړه معلومات نه لري.
رادمش وايي، تر اوسه معلومات نه لري چې نادرکه شوي سرتېري به طالبانو له ځان سره بیولي وي او که به یې وژلي وي.
د نوموړي په وينا، هلته کومانډو سرتېري رسېدلي او اوس د ولسوالۍ وضعيت عادي شوى دى.
د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولايتي شورا پخوانى غړى جان محمد پوپل په وينا، کومانډو سرتېرو هلته د وژل شوو ٢٧ سرتېرو جسدونه موندلي او د نورو پلټنې روانې دي.
دى وايي چې دوى د ٤٠ سرتېرو له وژل کېدو خبر شوي، خو د نورو مړي تر اوسه نه دي موندل شوي.
وسله والو طالبانو  بيا د يادې ولسوالۍ د مرکز او نورو سيمو د نيولو او د لسګونو سرتېرو د وژلو ادعا کړې وه.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته