پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشر غني وايي سولې لپاره اجماع شته خو وړاندیزو کې اختلافات لیدل کیږي
نیټه: Wed, 08 Aug 2018 13:04:12 +0000


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهار شنبې په ورځ د کاپیسا په ولایت کې د دغه ولایت د مخورو او قومي مشرانو، مدني ټولنې د استازو یو یوې لویې غونډې ته په وینا کې ټاکنې، وسله والو طالبانو سره سوله او اوربند ټینګیدل د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې یاد کړل او ویې ویل، چې د طالبانو سره د اوربند په اړه پریکړه به ژر اعلان کړي.
جمهور رئیس غني وویل، چې په افغانستان کې د یو تل پاتې سولې د ټینګیدو لپاره کار کوي.
ولسمشر  غني وویل، چې سوله په رڼا ورځ راځي، نه د خلکو په غیاب کې او یا هم د ټړلو دروازو شاته.
جمهور رئیس غني وویل داسې سوله غواړې، چې هر افغان په خپله غیږ کې ونیسي.
جمهور رئیس غني په غونډه کې ناستو ښځو ته ډاډ ورکړ، چې د سولې پر وخت به د هغوی حقوقو خوندیتوب ته پاملرنه وشي او له خپلو حقونو به محرومې نه شي.
جمهوررئیس غني د وسله والو طالبانو سره د بل اوربند په اړه هم وغږیږده او ویې ویل، چې په دې اړه به ژر خپله پریکړه له خلکو سره شریکه کړي.
جمهور رئیس وویل، چې د طالبانو سره د سولې خبرو لپاره کار ته دوام ورکړي.
جمهور رئیس غني د شفافو ټاکنو ترسره کول "جهاد اکبر" ونوموه او ویې ویل، چې خامخا به شفافې ټاکتنې ترسره کیږي.
جمهور رئیس غنی د ولسوالیو په شوراګانو کې په کم شمیر د ښځو د نوماندانو مسله هم یاده کړه او ویې ویل، چې د دې ستونزې د حل لپاره به ژر پریکړه وکړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ چهارشنبه سهار کاپیسا ته لاړ او هلته یې د بریښنا درې پروژې هم پرانیستلې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني، کاپیسا ولایت ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د ګلبهار او کوهستان ولسوالیو د بریښنا درې پروژې د پرانیستلو سربیره به د ولایت ملکي او امنیتي چارواکو ،د قومي مشرانو، د پوهنتون له استازانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې د استازو سره هم په جلا جلا غونډو کې خبرې وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته