پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د شکایتونو اوریدو په موخه ۱۶۰ځانګړی شمیره فعاله شوه
نیټه: Wed, 08 Aug 2018 13:18:01 +0000


 ولایتي چارواکی وایی ددې شمیرې له لارې به ادارو کې د فساد له امله د عامو خلکو شکایتونه اوری .
عام خلک هم ددې شمیرې په فعالیت خوښ دي او د فساد د مخنوي په برخه کې یې پر ځای اقدام بولي 
 دا په ننګرهار کې د ولایتي اداري له لورې د يوسل او شپیته هغه ځانګړي شميره ده چې پرمټ به خلک خپلې ستونزې او شکایتونه له ولایتي اداري سره شریکوی ولایتي چارواکي وایي په دولتي ادارو کې د فساد دمخنيوي په هدف د۱۶۰ځانګړې تيلفونې شمیره فعاله کړه چې عام خلک ورسره به دولتي ادارو کې د فساد او یاهم نورو ستونزو پروخت خپل شکایتونه ثبت کړي. 
 ولایتي چارواکي وایي دا یې د ننګرهار د والي په توګه دکار د پيل په ورځ دکړو ژمنو یوه وه چې سرته یې ورسوله او دا چاره به دولتي ادارو کې د فساد د مخنوی لپاره ګټور بولي .
 ننګرهار میشتی هم په دولتي ادارو کي دفساد د مخنيوی په برخه کې د ولایتي اداری دا اقدام پرځای بولي خو وایي چې باید د خلکو شکایتونو ته پر وخت ځواب ووایی. 
 د هیواد په مختلفو ولايتونو د ستونزو د امنیتی ستونزو د حل لپاره د پولیسو ځانګړې شمیرې هم شتون لري او دلته په ننګرهار کې هم والي د خپل کار په لومړۍ ورځ خپله شخصي شمیره هم د دوی د ستونزو د اوریدو لپاره اعلان کړی وه خو تر اعلان وروسته خلکو د ستونزو دحل لېاره له هغې شميرې سره په اړیکه نیولو نه توانیدل>

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته