پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لغمان کې شپږو لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Thu, 09 Aug 2018 11:29:29 +0000


 
د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د ولايتي شورا د يوه غړي پر ضد لاريون پر تاوتريخوالي بدل شوی او د پولیسو په ډزو کې يو لاریون کوونکی وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
لاريون کوونکو نن پنجشنبه سهار مهال د مرکز اړوند له تيرګړيو سيمې لاريون پيل کړ او د دغه ولايت د ټاکنو تر دفتره ورسېدل.
دوی وايي، پرون د ولايتي شورا د غړي عبدالعزيز ساتونکو په تيرګړيو سيمه کې د ډاکتر جواد په نوم يو کس وهلی دى.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم تاييدوي چې په مرکز مهترلام ښار کې د ولايتي شورا د غړي عبدالعزيز پر ضد لاريون پر تاوتريخوالي بدل شوی او د پوليسو په هوايي ډزو کې يو لاريون کوونکی وژل شوی او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.
هغه وويل، لاريون کوونکو چې د شورا د غړي د ساتونکو له خوا د ډاکتر جواد د وهل کېدو په غبرګون کې راوتلي وو او غوښتل يې د ټاکنو ولايتي دفتر ته داخل شي، پوليسو يې د پاشلو لپاره هوايي ډزې کړې دي.
د ځواک په وينا چې دې ډزو کې ټپیان شوي شپږ کسان روغتون انتقال شوي او يوه ټپي خپل ژوند له لاسه وکړی .
بلخوا د ولايتي شورا غړی عبدالعزيز وايي چې ساتونکو يې د سيمې اوسېدونکی ډاکتر جواد وهلی نه دی، بلکې هغه غوښتل چې د ده پر موټر بريد وکړي او ساتونکو يې دفاع کړې ده.
د ولايتي شورا دغه غړي غوښتنه وکړه چې د دې موضوع دقيقه څېړنه دې وشي او که هر څوک پړ وي، بايد قانوني چلند ورسره وشي.
په ورته وخت کې د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم وايي، د دې پېښې څېړنه پيل شوې او دا چې ډاکتر جواد وهل شوی او کنه جزئيات به يې وروسته روښانه شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته