پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارته دامنیت ټینګښت په موخه ځانګړي ځواکونه راغلل
نیټه: Thu, 09 Aug 2018 12:07:35 +0000

 

د خاص قطعي دا ځواکونه ننګرهار ته د جلال ا باد ښار د امنیتي وضیعت په مهارولو پسي راغلې دوی چې د پوليسو پرځای به چکپوایتڼټونو کې په تالاشۍ بوخت دي مسؤلین یې فعالیت ګتور بولي او وایي تر هغې چې ولس ته یې د امنیت د خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړی د خاص قطعی پلټني به دوام لري 
 عام خلک وایي د کورنيو چارو وزارت اړوند د خاص قطعي پلټنو یې د ښار امنيت خونديتوب ته هیلې زياتی کړي. 
 محمد خان چې د تالاشۍ په یو مرکز کې پلټنې کوي وایي د قانون په تطبیق کې به د هيڅ زورواکي او قانون ماتونکي پروا ونه کړي او قانون به په ټولو یو ډول پلی کړی. 
 دولس استازی هم د جلال اباد خوندیتوب ته د خاص قطعي راتګ د امنیت ټینګښت په برخه کې هیله بښونکی بولی او د اوږد مهال لپاره یې دلته د پاتې کیدو غوښتنه کوي. 
 تر خاص قطعی وړاندې ملي اردو ته د جلال اباد ښار د امنیت مسؤلیت سپارل شوی وو چې به نسبي ډول ورسره په جلال اباد ښار کې د لويو امنیتي پيښو په رامنځ ته کېدو کې کموالی راغلی

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته