پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشرغني: په افغانستان کې فساد کنټرول شوی دی
نیټه: Fri, 10 Aug 2018 13:59:11 +0000

 

ولسمشر محمد اشرف غني چې د ملي تداراکاتو د ادارې په یوه غونډه کې یې وینا کوله وویل، په افغانستان کې فساد تر کنټرول لاندې راغلی دی.
نوموړې ټینګار وکړ چې شفافیت رامنځ ته کول یو ملي اړتیا او تعهد دی او د څو محدودو کسانو په خاطر باید یو لوی ملت د فساد قرباني نه شي.
ولسمشر په ځانګړې توګه د دولتي قراردادونو په شفافیت کې د زیاتوالي یادونه وکړه او ویې ویل، پخوا قرادادونه د کار لپاره نه بلکې د پیسو لپاره د څو تنو قراردادیانو تر منځ لاس په لاس کیدل، خو دده په وینا د تداراکاتو کمیسون او عالي شورا وتوانیده چې ددې کار مخه ونیسي.
 غني د ادارې فساد په وړاندې موثرې مبارزې لپاره د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې شته کمزورۍ باید لرې شي.
ولسمشر غني زیاته کړه چې خصوصي سکتور باید پیاوړی، خوځنده او د قانون سره سم رامنځ ته شي.
افغان ولسمشر همدارنګه ټینګار وکړ چې د وارداتو او صادراتو تر منځ د ډیر لوی موجود توپیر د کمولو لپاره باید کورني صنایع او تولیداتو ته وده او لومړیتوب ورکړل شي.
د افغانستان اجرائیه ریس عبدالله عبدالله هم په تیرو څلور کلونو کې د تدارکاتو د ملي ادارې هڅې وستایلې او ویې ویل چې دې ادارې په تیرو څو کلونو کې پنځوس میلیارده افغانۍ سپمولي دي .
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع د خونې د نړیوالو اړیکو ریس ازرخش خافظي وايي، له بده مرغه د نړیوالو سازمانونو د څیړنو پر بنسټ افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو ډیر اداري فساد په کې موجود دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته