پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دافغانستان فاع وزارت: پاکستان غواړي په دغه ډول تبلیغاتونړۍ دوکه کړي
نیټه: Fri, 10 Aug 2018 14:04:30 +0000

 

 د افغانستان دفاع وزارت د بلومبرګ امریکايي خبري اژانس د هغه راپور په غبرګون کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ګډه پوله کې د ۶۰ زره پاکستاني پوځیانو د ځای پر ځای کولو په اړه خپور شوی وايي چې پاکستان غواړي په دغه ډول تبلیغاتو نړۍ دوکه کړي.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش رسنیو ته وویل چې که پاکستان په رښتیا هم غواړي چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي، نو د سرحدي سیمو د ساتنې پر ځای دې د یاد هېواد دننه د ترهګرو ډلو په وړاندې عملیات وکړي.
دا په‎داسې حال کې ده چې تازه یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان پلان لري، له افغانستان سره پر پوله ۶۰ زره نوي پوځيان ځای پر ځای کړي.
بلومبرګ امریکايي خبري اژانس د یوه پاکستاني امنیتي چارواکي له قوله چې نوم‎يې نه‎دی اخیستل شوی لیکلي دي چې د دغه پوځيانو د روزنې او استخدام چارې ۴۰ فیصده مخکې تللي او د دې پروسې بشپړېدل به دوه نور کلونه وخت ونیسي.
دغه پاکستاني امنیتي چارواکي دا هم ویلي دي چې د پاکستان دا پرېکړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د ترهګرو او مخدره موادو د قاچاقبرو د تګ راتګ د مخنیوي په هدف شوې ده.
پاکستان تل ترهګر روزلي او د افغانستان په ګډون‌يې نورې نړۍ ته هم د ورانکارۍ په هدف استولي.
په وروستیو کې پاکستان په نړیواله کچه د ترورېزم د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل کېږي، د دې هېواد په یو شمېر سیمو کې د ترهګرو خوندي پټن‎ځایونه هغه څه دي چې افغان حکومت‌يې تل له ترهګرو څخه د ملاتړ د بېلګې په توګه یادوي.
خو پاکستان تل دغه ډول څرګندونې رد کړې دي.
خو د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان هر اقدام ته د شک په نظر ګوري او وايي چې یاد هېواد تل ترهګر روزلي او د افغانستان په ګډون‌يې نورې نړۍ ته هم د ورانکارۍ په هدف استولي دي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۱۴۵۶ کېلو متره اوږده کرښه پرته ده چې د راپورونو پر اساس له ۲۰۰ ډېرې عمومي او فرعي لارې لري.
پاکستان داسې مهال دا اقدام کوي چې له دې وړاندې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازغن سیم د لګولو چارې هم پیل کړي او راپورونه وايي چې تر دې دمه‌يې ۱۳ فیصده کارونه شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته