پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حکومت اوطالبان یوبل ته دمرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي
نیټه: Fri, 10 Aug 2018 14:10:22 +0000

حکومت او وسله والو طالبانو د غزني ښار په جګړه کې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.
وسله والو طالبانو تېره شپه په شاوخوا دولسو بجو د غزني ښار پر بېلا بېلو سيمو ډله ييز بريدونه کړي وو او تر څو ساعتونو پورې درنه جګړه روانه وه.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل وويل، چې دددې بريدونو لپاره وسله والو طالبانو له ميدان وردګو او زابل ولايتونو څخه هم وسله وال راټول کړي وو.
ده وويل، چې په دې بريدونو کې تر سلو زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
 دهغه په ویناپه یاده جګړه کې څلور سرتېري هم وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.
خو د ولايتي روغتون يو ډاکټر وويل، چې دوى ته تر اوسه د پوليسو اته مړي او ١٧ کسان چې ملکيان هم پکې دي، په ټپي حالت کې راوړل شوي دي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي، چې پر غزني ښار د وسله والو طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي او ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددغه وزارت لخوا په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې نښتو کې تر اوسه تر ١٥٠ پورې وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او مړي يې هم په سيمه کې پاتې دي.
د طالبانو وياند ذ بيح الله مجاهد ادعا کوي، چې دوى د امنيه قوماندانۍ په ګډون يو شمېر مهمې پوځي ادارې  او  پوستې نيولې او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې نښتو کې يو کم شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
 د سيمې يو تن اوسېدونکي ويلي چې وسله والو طالبان ښار ته له ننوتلو سره سم يوه مارکېټ ته وختل او له هغه ځايه يې پر امنيه قوماندانۍ ډزې کولې.
هغه زياتوي، چې طالبان د امنيه قوماندانۍ په نيولو بريالي نه شول او اوس شاته شوي دي.
دى وايي، چې د ملکي وګړو پر کورونو هم درنې او سپکې مرمۍ لګيدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
ده وويل، چې پر ښار هوايي بريدونه هم شوي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته