پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

شل‌اوریز کرېکټ کې راشدخان بیا په لومړی درجه کې راغلی
نیټه: Sun, 26 Aug 2018 11:25:44 +0000

 

د شل اوورېزو کرکټ سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې افغان لوبغاړی راشد خان یو ځل بیا په لومړی درجه راغلی دی.
دا درجه بندي چې د ایرلېنډ خلاف د افغانستان له بریاوو وروسته د کرکټ د نړیوالې شورا  له خوا اعلان شوي په کې د لوبډلو په کچه پاکستان لومړی، هندوستان دوهم او استرالیا درېیم ځای لري.
افغانستان بیا د سرېلانکا او بنګله دېش څخه مخکې په اتم نمبر راغلی.
د توپ وهنې په برخه کې بیا د اسټرالیا اروین فنچ په لومړی او د پاکستان څخه فخر زمان په دوهم نمبر کې راغلي دي.
د افغانستان ځوان اوپنر حضرت الله ځاځی هم په لومړي ځل په دغې درجه بندۍ کې شامل شوی، په داسې حال کې چې شهزاد محمد بیا ۱۳ غوره توپ وهونکي درجه ساتلي ده.
د یادونې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډله اوس‌مهال په شل اوریزه نړېواله درجه‌بندۍ کې له سریلانکا او بنګله‌دېش وړاندې د ۲۱ لوبو او ۹۲ امتیازونو پرمټ اتم مقام خپل کړی او هڅه کوي چې د دې مقام په ساتلو سره د ۲۰۲۰ م کال په ۲۰ اوریزو کرېکټ نړېوال‌جام سیالیو کې دلوبېدو چانس له لاسه ورنه‌کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته