پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پکتیا ولایت کې د شاتو تولید بې ساری دی
نیټه: Mon, 27 Aug 2018 11:35:45 +0000

 

د شاتو مچیو روزنکي وايي  ددې ولایت تولید شوي شات د پاکستان هېواد په نوم نورو هېوادونه ته صادریږي او حکومت دې په دې برخه کې جدی اقدام وکړي.
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسولين وايي چې په دې ولايت کې هر کال د شاتو کابو اووه سوه (۷۰۰) ټنه حاصل تر لاسه کيږي، چې د هېواد په ولايتونو کې بې ساری دی. 
د شاتو د مچيو روزونکي هم وايي چې په پکتيا کې د شاتو کاروبار خورا زيات دی، خو په خبره يې تر اوسه ورته اړوندو ادارو هېڅ پام ندی کړی. 
دوی وايي چې سږکال يې د اوبو د کموالي او وچکالي له امله د شاتو حاصلات يو څه اغېزمن شوي، خو په خبره يې اوس يې هم د څو ډوله ګلونو د شاتو حاصلات تر لاسه کړي دي. 
د دوی په خبره د حکومت د نه پاملرنې له امله د افغانستان ډېری شات د پاکستان په نوم او نښان نورو هېوادونو ته استول کيږي. 
د مچيو روزونکي د ژمي په موسم کې د مچيو د خوړو د نشتون او د مچيو له نويو پيدا شويو دوه ناروغيو شکايت کوي، چې په خبره يې د شاتو حاصلات اغېزمن او د مچيو د نويو زېږېدلو بچيو پايښت يې له ګواښ سره مخ کړی دی. 
په پکتيا کې د شاتو پلورونکي بيا د شاتو د معياري پروسـس او بسته بندي نشتون لويه ستونزه يادوي او وايي چې د ښه کيفيت لرونکي شات له دې امله په ارزانه بيه پلورل کيږي. 
دوی وويل چې دمګړۍ د شاتو د بسته بندي لپاره پلاستيکي کوتي هم له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راغواړي او په ګردېز کې د شاتو د پروسـس او بسته بندي مرکز د جوړېدو غوښتنه کوي. 
د کرنې رييس وليداحمد تسل وايي چې په پکتيا کې کابو سل زره صندوقه د شاتو مچۍ شته، چې له هر صندوق څخه په منځني ډول اووه کيلو ګرامه شات تر لاسه کېدی شي. 
تسل دا د شاتو خورا زيات ظرفيت يادوي، چې په خبره يې تر اوسه ورته پام ندی شوی او که تر منظمې څارنې لاندې يې ساتنه او پالنه وشي، نو په خبره يې بهرنيو هېوادونو ته به هم صادر شي. 
د شاتو مچيو د روزونکو ټولنې مشر حاجي عبدالله وايي چې په پکتيا کې د شاتو د مچيو شاوخوا شپږ سوه فارمونه او په هر فارم کې شاوخوا دوه شوه صندوقونه مچۍ شته، چې درې زره کسان پکې په کار بوخت دي. 
عبدالله د مچيو فني روزنه، د اسانتياوو برابرول، معياري توليد او بازار موندنه اړينه بولي . 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته