پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ګاونډیو هېوادونو بې کیفیته شاتودهرات ولایت په شاتومنفې اغیزکړی
نیټه: Wed, 29 Aug 2018 12:35:11 +0000

 

په هرات ولایت کې د شاتو تولید زیات شوي خو د شاتو مچیو روزونکي وايي ګاونډیو هېوادونو څخه دې ولایت ته د بې کیفته شاتو واردیدل د دوی پر کار وبار بدې اغیزې کړي .
اوسمهال د هرات په انجینل، پښتون زرغون ، اوبه ، کرخ ، زنده جان او غوریان ولسوالیو کې د شاتو مچیو فارمونه شتون .
ددې ولایت دکرنې ریاست مسؤلین وايي تیر کال ۸۰ ټنه شات په دې ولایت کې تولید شوی وو. 
په همدې حال کې دهرات د شاتو مچیو د اتحادي مسؤلین وايي چې د ګاونډي هېوادونو سربیر اوسمهال د سعودي عربستان امریکا څخه هم افغانستان شات واردیدیږي چې کیفیت خراب دی.
ددې اتحادي د مسؤلینو پر وینا که چیرې حکومت یې ملاتړ وکړي د هرات ولایت د شاتو اړتیا به پوره کړي . 
په افغانستان د شاتو مچیو کاروبار تازه پر پښو ودریدلی  خو مسؤلین وايي د سمیه ایزې اداري مسؤلین وايي هڅې یې پیل کړی تر څو د مچیو د روزنې سکتور لا زیات کړي.
یاد مسؤلین وايي دهرات شات د خلکو تقاضا نه شي پوره کولي نو ځکه د نورو هېوادونو څخه شات دې ولایت واردیږي. 
په هرات ولایت کې د شاتو د مچیو د روزنې په سکتور  کې د تیرو کلونو پر پرتله زیاتوالی راغلی  او اوسمهال یو کیلو شات په دې ولایت کې ۱۰۰۰ افغاني باندې  پلورل کیږي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته