پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان په رګبي سیالیو کې پاکستان ته ماتې ورکړه
نیټه: Sat, 01 Sep 2018 12:10:04 +0000

 

د اندونیزیا په کوربتوب د ۱۸م پړاو روانو اسیايي المپیک سیالیو کې د افغانستان وروستۍ ورزشي رشتې «رګبي» هم نن سیالۍ پیل کړې
ټاکل شوې افغان رګبي ملي لوبډله سبا خپله راتلونکې لوبه په «سي» ډله کې له سریلانکايي لوبډلې سره وکړي
افغان رګبي ملي لوبډلې په اسیايي المپیک سیالیو کې چې د اندونیزیا په کوربتوب جوړې شوي، د ۹م مقام له‌پاره په ۱۵ – ۷ پاکستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان رګبي ملي لوبډلې تردې وړاندې عربي اماراتو ته هم ماتې ورکړې وه، خو کوریايي او سرېلانکايي لوبډلو ترې ګټلې وې او ټاکل شوې نن د کوربه هېواد (اندونیزیا) ملي لوبډلې سره وروستۍ لوبه وکړي.
افغان رګبي ملي لوبډله په اسیاسي المپیک سیالیو کې د افغانستان په ۱۶ سپورټي لوبډلو کې، وروستۍ هغه ده چې هېواد ته یې د اسیايي المپیک مډال ونه‌ګاټه
ټاکل شوې د اسیايي المپیک سیالۍ سبا (یکشنبه) پای‌ته ورسېږي
په یادو سیالیو کې یوازې خالد په «ووشو» او منصور سروري په «کورش سامبو» برخه کې د برونزو ۲ مډالونه وګټل چې له مخې یې افغانستان د ۴۵ ګډون‌کوونکیو هېوادونو په ډله کې ۳۵م ځای خپل کړ، خو چین بیا لومړی مقام وګاټه

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته