پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

زابل ولایت کې دکرکټ ولایتي ټورنمنټ دغزني ولایت په اتلولۍ پای ته ورسید
نیټه: Sat, 01 Sep 2018 12:20:29 +0000

 

زابل ولایت کې د کرکټ ولایتی ټورنمنټ چی لس ورځي یی دوام درلود تیره ورځ د غزنی ولایت په اتلولۍ سره پای ته ورسیدی، چارواکی او لوبغاړی د دی ډول مسابقو جوړول ګټور بولی 
د کرکټ بورډ مسوولین وایی د دی سیالیو د جوړولو موخه سولی او یووالی ته د ځوانانو رابلل و تر څو له یو بل سره یی اړیکی پیاوړی سی او هم ورزش وده وکړی 
دغه لس ورځنی ټورنمنټ د لوی اختر په مناسبت جوړ سوی و چی ورته د اوو ولایتونو څخه د کرکټ ټيمونه رابلل سوی او هره ورځ به په دې ولایت کې دوې شل اوریزې لوبې ترسره کیدلی 
د زابل د کرکټ بورډ امر محبوب محبت وایی پایلوبې ته د زابل او غزنی لوبډلو لاره موندلی وه او تیره ورځ چی د دغو دوو ټیمونو تر منځ په زړه پوري بازي وسوه په ترڅ کې یې غزني زابل ته ماته ورکړه او د اتلولۍ کپ یي د ځان کړ 
محبت زیاته کړه چې دا ډول مسابقي د لوبغاړو وړتیاوي هم لوړوی 
یو شمیر لوبغاړی چی له نورو ولایتونو څخه زابل ته راغلی و او پدغو سیالیو کی یی برخه اخیستی وه د زابلیانو له میلمه پالني او د ټورنمنټ له تنظم څخه خوښي ښيي او زیاتوی چی هیله من په راتلونکی کی به بیا زابل ته راسی 
دوی وایی په دغو ولایتی سیالیو کی د بیلابیلو سیمو لوبغاړو له یو بل سره وپيژندل، تجربی یی شریکی او له یو بل څخه یی ډیر څه زده کړل چی ورسره به د دوی وړتیاوی ښي سی 
په زابل ولایت کی په داسی حال د اوو ولایتونو تر منځ د کرکټ شل اوریزي سیالۍ ترسره سوی چی په دې ولایت کی د کرکټ د معیاری سټوډیم د جوړیدو کار هم دوام لری

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته