پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د اسیا جام لپاره افغانستان خپله لوبډله اعلان کړه
نیټه: Sun, 02 Sep 2018 12:38:08 +0000


د ۲۰۱۸م کال اسیا جام سیالیو لپاره چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، د افغانستان غوراوي کميټې د ملي لوبډلې لوبغاړو اوولس کسیز نوملړ په ډاګه کړ
د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا د لوبډلې په خپاره شوي نومونو کې په لومړي ځل منیر احمد کاکړ چې یو ښه توپوهونکی او ویکټ کیپر دی ځای ورکړل شو
منیر احمد د افغانستا په ډومیسټک غازي امان الله خان سیاليو پایلوبه کې د بوست لوبډلې لخوا په زړه پورې سلیزه وهلې وه چې په مرسته یې د یادو سیالیو اتلولي هم ګټلې وه
له بل اړخه په یاده لوبډله کې پو نویو چټکو توپ اچونکو زور ورکړل شوی، چې وفادار مومند، سید احمد شیرزاد او افتاب عالم په کې شامل دي، خو د دولت ځدراڼ په اړه غوراوي کمیټې وایي چې دولت ځدراڼ د ډاکټرانو د راپور پر بنسټ چې لا هم بايد تر درملنې لاندې وي، په لوبډله کې نه دی ځای شوی
د ایرلینډ پر وړاندې نوی لوبیدونکی لوبغاړی حضرت الله ځاځی له یاد لیسته ویستل شوی دی، نوموړی په شل اوریزو سیالیو کې ښه وځلېد خو په پنځوس اوریزو سیالیو کې ناکام شو
اصغر افغان (لوبډلمشر)، محمد شهزاد (ویکټ کیپر)، احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، محمد نبي، ګلبدین نائب، نجیب الله ځدراڼ، راشد خان، سمیع الله شینواری، شرف الدین اشرف، افتاب عالم، وفادار مومند، مجیب الرحمن، منیر احمد (دویم ویکټ کیپر) او سید احمد شیرزاد شامل دي.
که څه هم د ایرلینډ پر وړاندې په درې شل اوریزو او درې یو وځنیو سیالیو کې د افغانستان لوبغاړو ډیره کمزورې توپوهنه وکړه خو بیا هم په لوبډله کې بدلون نه لیدل کیږي
د یادونې وړ ده چې د اسیا جام سیالۍ په عربي اماراتو کې د پنځلسم ستمبر څخه پېل کیږي چې افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د سرېلنکا پر وړاندې په ۱۷م ستمبر ترسره کوي، افغانستان به په لومړي پړاو کې دویمه سیالۍ د بنګلدیش پر وړاندې کوي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته