پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان سوداګردحکومت لخوا۲۰۰سلنه ګمرکي محصول لګول ظالمانه بولي
نیټه:

 

د افغانستان سوداګرۍ خونه د حکومت له خوا پر وارداتي توکو دوه سوه سلنه ګمرکي محصول لګول ظالمانه بولي.
 افغان سوداګر وايي که ټاکل شوی محصول یا تعرفه راکمه نه شي، نو د اعتراض په توګه به بازارونه وتړي.
 افغان حکومت هېواد ته پر هر یوه کانټینر وارداتي توکو له ۱۵۰ زرو افغانیو تر ۴۵۰ زره افغانیو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده. 
افغان سوداګر وايي، د حکومت دا کار هم سوداګرو او هم مشتریانو ته د بیو د لوړوالي سبب شوی. 
له یوې میاشتې راهیسې افغان حکومت ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده،چې د افغان سوداګرو په وینا، په ګمرکونو کې یې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت مالونه بند پاتې دي. 
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، د حکومت له خوا د تعرفې لوړېدل ناعادلانه چاره ده چې په وینا یې د تعرفې لوړول بې دلیل او بې منطقه کار دی.
 الکوزی وايي، حکومت باید د تعرفې لوړولو له اعلان سره سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړی وای چې دوی وکړای شي خپل توکي وارزوي او هغه چې په ګټه وي افغانستان ته وارد کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته