پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په سمنګان کې ۱۶ پولیسوته مرګ ژوبله اوښتي
نیټه: Thu, 04 Oct 2018 12:04:18 +0000

 

د سمنګان ولایت په دره صوف پايین ولسوالۍ کې پر امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي او ۸ نورټپیان دي.
د دره صوف پایین ولسوالۍ د مقصود سیمې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان الماس وویل چې طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ د مقصود سیمې کې پر امنیتي پوسته برید کړی دی.
نوموړي وویل چې دغه برید تېره شپه ۱۰ بجې پیل او دوه ساعته یې دوام وکړ چې په پایله کې یې د قوماندان حاجي بایمیرداد په ګډون اته پولیس وژل شوي، اته نور ټپیان دي او د سیمه ییزو پولیسو پوستې سقوط کړی دی.
د یادې امنیتي سرچینې په خبره، له دغه برید وروسته لسګونه سیمه ییزو پولیسو او پاڅون کوونکو پر طالبانو برید وکړ او طالبان یې شا تګ ته اړ ایستل.
نوموړي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
په ورته وخت کې د دره صوف پایین ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار منورشاه د طالبانو برید تایید کړ او ويې ویل چې په دې برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د معلوماتو له مخې د تېرې شپې په نښته کې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
نوموړي د دره صوف پایین ولسوالۍ له امنیتي وضعیت څخه اندېښنه ښکاره کړه او ويې ویل، که د دغه ولایت چارواکي د طالبانو مرکزونه تخریب نه کړي په نېږدې راتلوونکې کې به د یادې ولسوالۍ مرکز له جدي امنیتي ګواښ سره مخ شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته