پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خامنه اي: موږ به د امریکا بندیزونه مات او په مخ څپيټه ور کړو
نیټه: Thu, 04 Oct 2018 13:25:43 +0000

 

 
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي وايي چې د ایران پر اقتصاد "د واشنګټن بندیزونو ته به ماته او امریکا ته به څپېړه ورکړي.
د ایران دې ستر مذهبي مشر پنجشنبه د تهران د ازادۍ په سټډیوم کې وینا کوله او ویې ویل   چې که خدای کول، موږ به د امریکا بندیزونه مات کړو او دا به د امریکا ماته وي.
ده وویل چې ځینې کسان غواړي په ایران د دښمن لپاره کار وکړي او دا خیانت دي .
ده وویلي چې دښمن د عامه نظرونو د تاثیر لپاره د رسنیو وسیله کاروي. د رسنیو وسیله یو مهم وسیله ده، او که د دښمن لاس  کې خطرناکه به تمامه شي
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ، ډونالډ ټرمپ د روان کال په مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې ووځي او له دې پرېکړې سره سم پر ایران د امریکا د بندیزونو هغه برخه هم برحاله شوه چې د اټمي موافقې پر اساس، کنګل شوې وه.
امریکا به د ایران د اټمي هڅو د بندولو لپاره د تهران د تېلو پر صادراتو بندیزونه چې د اټمي موافقې له مخې لغو شوي و، د روان کال د نوومبر میاشت په پېل کې برحال کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته