پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بدخشان ولایت کې دسروزرواو دبلخان دمسو کانونو دراایتلو تړونونه لاسلیک شول
نیټه: Sat, 06 Oct 2018 10:00:01 +0000

 

په بدخشان ولایت کې د سرو زور او د بلخاب د مسو کانونو د را ایستلو تړونونه د اکټوبر په پنځمه د کانونو او پټرولیم د وزیرې او د یوه بهرني سنتار لمیټد شرکت ترمنځ په متحده ایالاتو کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شول.
 په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفارت پر فېسبوک پاڼه په خپاره شوي خبر کې د افغانستان د کانونو د را ایستلو په برخه کې د دغو تړونونو لاسلیکول خورا مهم بلل شوي. 
د خبر ځای په حواله، د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیرې نرګس نهان ویلي چې د خصوصي څانګې او افغان دولت په مشارکت سره به ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
 د معلوماتو له مخې، د دغه تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست ډاکتر همایون قیومي او د ښار او کور جوړولو پخواني وزیر سید سادات منصور نادري هم ګډون کړی و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته