پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار له لسو زیات نوماندان د سړغونو له امله نغدي جرېمه شوی دي
نیټه: Sat, 06 Oct 2018 12:35:38 +0000

 

ننګرهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ریس وايي د انتخاباتي کمپاینونو له پېل وړاندې يې په دې ولایت کې  ولسي جرګي ته له ننګرهاره دنوماندانو اړوند ۲۶شکایتونه ثبت کړي چې ټولو ته يې رسیدګي شوې

شکیب کامجو وايي د ثبت شوو شکایتونو يې ۱۱تنه له پنځوس زره نیولي تر سل زورو افغانیو نغدې جرېمه کړي ۱۰ تنو ته يي اختطار ورکړی پاتي  پنځه نورو ته يې توصیه کړي چې له سرغړونو ډډه وکړي

کامجو له شرق سره په ځانګړې مرکه ویلي چې د میزان میاشتي له شپږمي نیټې راپدې خوا له کله راهیسې چې په رسمي ډول کمپاینونه شروع شوې پدې ولایت يې د کمپاین له اوصولو د سرغړونې ۷ دوسیې ثبت کړي او دا لړۍ لاهم روانه ده

هغه که څه نوماندان نه مشخص کوي خو وايي چې یاد شکایتونه له دې ولایت نه ولسي جرګي ته له ښځينه او نارینه نوماندانو پورې اړوندیږي

ددې ولایت د ټاکنیزو شکایتونوکمیسیون ریس مو د دوي پر چارو د زرواکو د اغیز په تړاو وپوښته خو هغه وايي چې په خپلو چارو کې د هېڅ زورواکي نوماند تر اغیز لاندې نه دی او که د هر نومانده يې له کمېسیون سره شکایت ثبت شي دوی به ورته رسیدګي وکړي

له اجازې پرته په شخصي ملکیتونو دنوماندانو اعلانات ځړول ،دښار په څنډو او نورو ځایونوکې شریش لرونکي پوسټري لګول ،قومي ژبني او مذهبي تعصب ته لمن وهل ،د بل نوماند پر وړاندي پرپاګندې له دولتي امکاناتو ګټه اخیستل او دکمپاین پرمهال له ټاکلي معیاره ډير لګښت دکمپاین پرمهال دټاکنو کمیسیون له اوصولو سرغړوني بلل کيږي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته