پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبانوپه میدان وردګوکې دامني قوماندان په ګډون شپږسرتیري وژلي
نیټه: Sun, 07 Oct 2018 10:07:07 +0000

 

د میدانوردک سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ امنیه قوماندان سید نضراب شاه او پنځه افغان سرتیري تیره شپه د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
د میدان وردک والي محمدعارف شاجهان رسنیو ته ویلي  طالبانو تیره شپه د سیدآباد ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې له امله یې په دغې سیمه کې د نښتې له امله د کابل – کندهار لویه لاره تړل شوې ده.
د شاجهان پر وینا، طالبانو د سیدآباد ولسوالۍ په څوو سیمو کې لومړۍ نمبر لویه لارې ته زیان رسولی او د دغې لارې په یو شمیر سیمو کې یې ماینونه ښخ کړي دي، چې له امله یې لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د ترانسپورتي شرکتونو خاوندان د کابل – کندهار د لویې لارې تړل کیدل تائیدوي او وايي، چې له تیرې شپې راهیسې یې په دغې لارې مسافر نه دي لیږدولي.
د میدانودرک د ولایتي شورا غړی شریف  الله هوتک وايي، چې وسله والو طالبانو تیره شپه د سیدآباد د ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره نیولې وو.
د میدانوردک سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه برید کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده، خو په دې اړه یې کره شمیره څرګنده کړې نه ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې د سیدآباد ولسوالۍ د مرکز، امنیه قومندانۍ او د امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې یې دولتي ځواکونو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته