پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کې دوهم کانال جوړیږي .
نیټه: Sun, 07 Oct 2018 12:10:08 +0000

 د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ په کوټۍ،تاران اوکچړۍ کليو کې مروارید په نوم د دويم کانال د جوړېدو قرارداد چې ويالې ،پلونه او استنادي دېوالونه پکې شامل دي د جوړېدو قرارداد يې د (پي ام اس ) موسيسي مسؤلينو او ددې ولايت د ولايتي چارواکو ترمنځ لاسليک شو

 ولايتي چارواکي وايي د يادې کانال په جوړېدو دوه اعشاريه دري ميلونه افغانۍ لګښت راځې  چې د( پي ام اس)  مرستندويه موسيسي يې لګښت په غاړه اخيستی او ددوه کالو په موده کې به ددې کانال د جوړېدو چارې بشپړشي

والي وايي ددې پروژې د تطبيق پرمهال به درې زره دري سوه پنځوس تنو ته دکار ي زمینې برابرېدو ترڅنګ شاوخوا څلويښت زره هکتاره للمه ځمکه هم خړوب شي

د پي ام اس موسيسي استازی ډاکټر ناکامورا وايي ننګرهار کې بزګران د وچکالۍ له جدې ستونزې سره مخ دي او غواړي چې د دا ډول پروژو په تطبقولو سره د وچکالۍ ستونزه راکمه کړي

د ناکاموراپه وينا چې ددې کانال د جوړېدو او ګټي اخيستني وروسته به له ياد کانال نه د ښيوې ولسوالۍ نوري قري او نږدي ولسوالۍ هم ګټه پورته کوي او دکانال جوړونې دا لړۍ به دننګرهار نورو ولسواليو ته هم وغځوي خو وايي دا چاره اوږد وخت ته اړتيا لري

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته