پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشر د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات هېواد منع کړل
نیټه: Sun, 07 Oct 2018 12:32:39 +0000

 د کرنې وزارت وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د زعفرانو د ښه کیفیت او نړیوال مقام ساتلو، ارزښت لوړولو او د تولیداتو د پراختیا په خاطر د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو واردات منع کړل.

د کرنې وزارت په یو خبر پاڼه کې ویلي د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو وارداتو د مخنیوي پرېکړه جمهوري ریاست ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر وړاندیز وروسته شوې ده.

سرچينه زياتوي، څه موده مخکې هم د افغانستان د زعفران کارانو ملي ټولنې غړو له ولسمشر سره په لیدنه کې هېواد ته د زعفرانو او زعفرانو د پیازو د وارداتو د بندولو غوښتنه کړې وه.

همدا راز د کرنې وزارت وایي، د زعفرانو او د هغه د پیازو واردات د افغانستان د زعفرانو د ارزښت د ټيټولو او د زعفران د ګیاوو د ناروغیو واردولو لامل کېږي او د یاد مخ پر ودې صنعت په وده کې د ستونزې او خنډ لامل کېږي.

یاد وزارت همداراز وایي، د افغانستان زعفران په نړۍ کې د «ښه کیفیت لرونکي زعفرانو په توګه لومړی مقام لري» او له بهره د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو واردول د دې لامل کېږي چې د افغانستان په نوم بې کیفیته زعفران بهر ته صادر شي چې د افغانستان د زعفرانو د بدنام کېدو لامل شي.

د یادونې ده، کرنې وزارت تر خپلې وړاندوینې چې د زعفرانو د دوامداره پراختیا پنځه کلن کړنلاره» کې درلود، د خپلو زعفرانو د تولیداتو کچه لا ډېره کړې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، یاد وزارت تېر کال د زعفرانو د تولید کچه له ۳.۵ ټنو څخه ۱۰.۶ ټنو او د زعفرانو د کرکيلې سیمه یې له یو زر او ۵۰ هکتاره، پنځه زره او ۲۰۵ هکتارو ته رسولې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته