پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله عبدالله له خلیلزادسره دلیدنې په اړه معلومات ورکړل
نیټه: Mon, 08 Oct 2018 10:57:03 +0000

 

د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې له زلمي خلیلزاد سره د خپلې لیدنې په اړه معلومات ورکړل. 
هغه وویل د امریکا له لوري د افغانستان د سولې لپاره یو بې ساري ګام پورته شوی دی او افغان حکومت ددغه ګام هرکلی کوي. 
دده په وینا امریکا غوښتي چې پخپله په مستقیمه توګه طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي او دا د سولې په برخه کې یو غوره فرصت دی. 
عبدالله عبدالله وویل، سوله د افغانانو هیله ده او هر افغان د سولې تږی دی. 
هغه زیاته کړه، افغان سوله دمګړی نړیوال متحدین لري او نړیوال په یوه خوله په افغانستان کې د روانې جګړې حل په سوله او سیاسي مذاکراتو کې بولي. 
هغه پر طالبانو غږ وکړ چې دغه رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي او له جګړو دې لاس په سر شي. 
عبدالله عبدالله د زلمي خلیلزاد هڅو ته هیله مندي وښوده او په وینا یې د امریکا دغه پياوړی ديپلومات به وکړی شي چې په افغانستان کې روانې ناندرۍ او جګړې له منځه یوسي.
 هغه ډاډ ورکړ چې ټول افغانان د سولې د هر ډول هڅو ملاتړي دي او په دې برخه کې همکاریو ته تیار دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته