پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو مشربلال پاچا پر۶کاله بند محکوم شو
نیټه: Mon, 08 Oct 2018 11:06:28 +0000


 
د ننګرهار استيناف محکمې له لوري په يوه علني قضايي غونډه کې د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو مشر بلال پاچا پر شپږ کاله تنفيذي بند محکموم شو.
دغه راز محکمې د نوموړي دوو نورو تورنو وروڼو ته د اسنادو او شواهدو د نشتوالي له امله برائت ورکړ.
دغه کسان د اچين ولسوالۍ د خلکو له لوري په بې ګناه وژنو، د خلکو په ځورونو، پيسو اخيستو او نورو ناقانونيو کې پر لاس لرلو تورن شوي وو.
د ننګرهار استيناف محکمې رياست له لوري  په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه علني غونډه تیره ورځ ترسره شوې 
خبرپاڼه کاږي، په قضايي علني غونډه کې موظف څارنوال د تورنو پر وړاندې برابره شوې صورت دعوه وړاندې کړه چې پر وړاندې يې د تورنو مدافع وکيلانو خپله دفاعيه وويله، خپل مؤکلين يې بې ګناه ښودل او د برائت غوښتنه يې ورته کوله.
دغه راز قضايي پلاوي د قضيې د زيانمن شوو او تورونو خبرې هم واورېدې .
قضايي پلاوي د قضيې د طرفينو په شتون کې د علنې غونډې ټولو ګډونوالو ته د خبرو کولو وخت ورکړ او هم يې د عيني شاهدانو خبرې واورېدې.
د علني غونډې قضايي پلاوي وويل، د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده، کولای شي د استيناف غوښتنه وکړي. 
د يادونې ده، څه موده مخکې د بلال پاچا او د هغه د پلار جلال پاچا د ظلمونو پر ضد د شينوارو خلکو لاريون کړى و چې بيا پر لاريون کوونکو ځانمرګى بريد وشو.
په دغه بريد کې تر ٢٥٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته