پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي پښتونستان جوړېونکې دی
نیټه: Mon, 08 Oct 2018 11:12:36 +0000

 

د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي ټول پښتانه دې د افغانستان تابعیت او پاسپورت واخلي.
 نوموړي پرون په یوه لویه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دا ټوله سیمه د پښتنو ده او که نن وي یا سبا پښتونستان جوړېدونکی دی، نو له همدې امله یې پر ټولو پښتنو غږ کړی چې د افغانستان تابعیت او پاسپورت واخلي.
 دده په خبره پښتانه ټول افغانان دي او دا یې خاوره ده، څوک یې له خپلې خاورې ایستلی نه شي. 
محمود خان اڅکزي ویلي چې له سیاسیونو پرته، چې ښایي ستونزې ورته جوړې شي نور ټول پښتانه باید د افغانستان پاسپورتونه ولري او ویاړ دې ورباندې وکړي.
 هغه وویل، پنجابي چارواکي، د برېتانیا، امریکا، کاناډا او نورو هېوادونو پاسپورتونه او تابعیتونه اخیستلی شي، نو پښتنو ته هم په کار ده، چې د خپل هېواد افغانستان تابعیت او پاسپورت ولري. 
نوموړي همدا راز پر پاکستاني حکومت هم نیوکه کړې چې په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې یې په پښتنو سیاسیونو پسې را اخیستې ده او په بېلو نومونو یې ځوروي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته