پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

یوناما: په ملکيانو دې د چاودېدونکو توکو ړنده کارونه بنده شي
نیټه: Mon, 08 Oct 2018 11:17:13 +0000

 

یوناما وايي چې د افغان دولت وسله‎وال مخالفین باید ژر تر ژره په ملکي مېشتو سیمو کې د چاودېدونکو موادو ړنده او نامناسبه کارونه بنده کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما د تعبیه شوېو چاودیدونکو موادو له امله ملکیانو ته د زیانونو د زیاتوالي په نوم په یوه ځانګړي رپوټ کې ویلي چې د انتحاري او نورو وسله‎والو بریدونو تر څنګ په چاودنو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ‎ژوبله اوښتې ده.
د یوناما د مطبوعاتي دفتر یوه غړي رفیع الله الکوزي د دغه رپوټ په اړه وویل د دوۍ دغه ځانګړي رپوټ د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د سېپټمبر تر دېرشمې د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې چټک زیاتوالی مستند کړی چې د جګړې له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې نېږدې نیمایي برخه جوړوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته