پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا کې دازادوسیالیو په لړکې یوه هیجاني لوبه
نیټه: Mon, 08 Oct 2018 11:53:29 +0000

 

د آزادو مبارزې په یوې هیجاني سیالۍ کې د نړئ مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف خپل پیاوړی سیال کانر مک ګریګور ته په څلورم راوند کې ماتې ورکړه.
حبیب نورمحمدوف د اکثریت مسلمان هیواد داغستان دی او کریګور د ایرلند دی.
د آزادې مبارزې دا هیجاني او د جنجال نه ډکه سیالي د امریکا په لاس ویګاس ښار کې وشوه او تر بري اعلانیدو وروسته دومره ډېره جنجالي شوه چې د مینه والو د لا ډېر خپگان د ویرې، حبیب نورمحمدوف ته د اتلولۍ کمربند په رینګ کې ورنکړل شو.
د ورزش د نړۍ د مشهورو لوبغاړو داغستاني حبیب نورمحمدوف او ایرلنډي کانر مک ګریګور ترمنځ د لوبې له پیل نه حبیب خپل مشهور حرکتونه کارول چې مک ګریګور راټینګ کړي.
 د لوبې په څلورم راونډ کې حبیب خپل سیال تر مرۍ راټینګ کړ او هغه ورته د تسلیمیدو اشاره وکړه.
خو تر لوبې وروسته اصلي ننداره پیل شوه.
 هغه دا چې د ایرلنډي کانر مک ګرګور پلویان له دغې پایلې خوښ نه وو، حبیب چې د هغوی بد او رد واوریدل نو د لوبې له رینګ نه یې د ننداره کوونکو منځ ته ځان وغورځوو او هلته له خلکو سره لاس او ګریوان شو.
دغې لوبې د نړئ په کچه په تیره د حبیب په وطن کې غبرګونونه راپارولي دي.
د داغستان دغه مسلمان لوبغاړي له ۲۰۰۸ کال راهیسې ورزش ته مخه کړې ده او تراوسه ۲۷ لوبې کړې دي او ټولې یې ګټلې دي، په دغو لوبو کې یې اته په ناک اوټ، نهه په سب میشن حرکت، او لس یې د لوبې د داور د پریکړې پر اساس ګټلې دي.
او سیال یې مک ګریګور له ۲۰۰۸ کال راهیسې ۲۵ لوبې کړې دي چې یوازي په څلور کې یې ماتې خوړلې ده

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته