پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په میدان وردګ کې ۲۲ افغان ځواکونه وژل شوي
نیټه:

 

دولایتي شورا مسؤلین وایي چې وړمه شپه پر سیداباد ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په برید کې ۲۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي.
دوی زیاتوي چې د یاد برید پرمهال وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ ۸ تنه ملکي کارکوونکې هم ژوندي له ځان سره بیولي دي.
ولایتي شورا زیاتوي چې د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالي اوس هم له وسله والو طالبانو سره ده.
د دغه ولایت امنیتي مسؤلین بیا وايي، د یادو بریدونو پرمهال ۲۵ وسله والو طالبان وژل شوي او دغه راز د دغې ولسوالۍ د قوماندان په ګډون، ۶ افغان سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د کورنیو چارو وزارت بیا تېره ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال رسنیو ته ویلي وو چې د یادې ولسوالۍ د امنیې قوماندان په ګډون ۱۴ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته