پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ووټل پرپاکستان غږکړی چې دطالبانومشران دمذاکرې مېز ته حاضرکړي
نیټه: Tue, 09 Oct 2018 10:16:08 +0000

 

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جوزف ووټل یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې د طالبانو مشران د مذاکرې مېز ته راولي.
 دده په خبره پاکستان له خپل نفوذ په استفادې کولی شي دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره کړي. 
هغه ویلي پاکستان له طالبانو سره اړیکې لري او پر دغه ډله باندې پوره نفوذ لري او کولی شي دوی قانع کړي چې له جګړو لاس په سر شي او په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو له پیل شوو هڅو سره همکاري وکړي.
 ووټل همدا راز ویلي چې د ترهګرو ملاتړ، دوی ته امن پټنځایونه ورکول، ددوی روزل او تجهیز کول د ټولې سیمې په زیان دي او ښه به وي چې ځینې هېوادونه له دې چارې لاس واخلي.
 ووټل څو ورځې وړاندې هم پر پاکستان نیوکه کړې وه، چې ګواکي له امریکا سره رښتینی نه دی او د سولې له پروسې سره مرسته نه کوي.
 هغه له پاکستان غوښتي وو چې له امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې رښتینې همکاري وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته