پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اروپايي ټولنه: افغانستان کې دټاکنوبهیربه جدي وڅاري
نیټه: Tue, 09 Oct 2018 10:25:15 +0000

 

اروپايي ټولنه وايي، د افغان ټاکنو بهیر جدي څاري او هڅه کوي چې دا ټاکنې له تېرو هغو توپیر ولري.
 په کابل کې د دې ټولنې استازي ویلي، له اروپايي هېوادونو پوهان او د ټاکنو په برخه کې تجربه لرونکي کسان افغانستان ته راغلي دي او دوی به په دې برخه کې مشورې ورکوي.
 نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنو د روڼتیا لپاره له سیاسي ډلو، رسنیو او مدني ټولنو سره خبرې کوي او اروپايي ټولنه د ټاکنو په ورځ او له هغه وروسته همکارۍ ته چمتو ده.
 نوموړي د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته، چې ټاکل شوې ده راتلونکی پسرلی وشي، په اشارې ویلي، د دې دواړو ټاکنو داسي ازاد او روڼ ترسراوی غواړي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وي.
 نوموړی همدا راز هیله من دی چې سیاسي ګوندونه یوازې د ټاکنو پر بهیر نیوکه ونه کړي، بلکې دا بهیر وڅاري. 
د اروپايي ټولنې استازی د افغانستان پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنې د افغانانو لپاره مهمې بولي او زیاتوي چې ځواکمن سیاسي بنسټونه په تېره د افغان سولې بهیر لپاره مهم دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته