پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات کې د طالبانو خپلمنځي نښته کې۱۷ تنه وژل شوي
نیټه: Tue, 09 Oct 2018 11:23:22 +0000

 

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي په دغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دو ډلو ترمنځ جګړه کې له دواړو لورو۲۵ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې. 
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې د ګذرې ولسوالۍ په پیرخوله سیمه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په یوه قوماندان ملا صمد پورې تړلې سرې قطعې او د ملا رسول تر مشرۍ لاندې د طالبانو د بلې ډلې د قوماندان ملا منان نیازي د کسانو ترمنځ په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په دې جګړه کې د ملا صمد ۱۱ کسان او د ملا منان شپږ کسان وژل شوي دي.
د ده په خبره، په یاده جګړه کې د دواړو لورو ۸ کسان ټپیان هم دي.                             
 د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یادې جګړې په تایید ویلي چې په دې جګړه کې د ملا صمد ملګرو د ملا منان ۱۶ کسان وژلي او د هغوی مرکز یې هم نیولی دی.
قاري یوسف په ملا صمد پورې د تړلو کسانو د وژنې په اړه څه ونه ویل.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې په شپږمه د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو قوماندانانو ترمنځ په جګړه کې د قوماندان حزب الله اووه کسان او د قوماندان عاشور یو کس وژل شوی و او یو شمېر نور ټپیان وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته