پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ځانمرګي برید د یوه کاندید په ګډون ۱۰ تنه وژلي
نیټه:


په وژل شویو کسانو کې پخپله کاندید صالح محمد اڅکزی هم شامل دی. برید د سه شنبې په ورځ (په ځايي وخت د ماسپښین شاوخوا درې بجې شوي دي.
چارواکي وایي چې په برید کې شاوخوا ۱۵ نور کسان ژوبل شوي هم دي.
تر دې دمه د دغه برید مسولیت چا نه دی اخیستی خو طالبانو د دوشنبې په ورځ پر ټاکنو د بریدونو او د ټاکنو د ګډ وډولو ګواښ کړی و.
د هلمند د پوليسو ویاند عبدالسلام افغان ویلي  چې بریدګر د اڅکزي ټاکنیز دفتر ته د مراجعینو په منځ کې داخل شوی او برید یې کړی دی.
نوموړي وویل چې کاندید اڅکزی په لومړي سخت ژوبل شوی و چې بیا په روغتون کې مړ شو.
 دی زیاتوي چې د پېښي ټپیان د امنیتي مامورینو له لوري په لښکرګاه کې روغتونونو ته انتقال شوي چې د ځینو روغتیايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته