پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دوه افسران پاکستان د جاسوسۍ په تور په شل شل کاله بند محکوم شول
نیټه: Tue, 09 Oct 2018 13:34:26 +0000


 
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو دوه لوړ پوړي افسران د پاکستان استخباراتي شبکې ISI ته د جاسوسۍ په تور په شل شل کاله تنفيذي بند محکوم شول.
د دغې قول اردو د دويمې پلې ليوا د دريم کنډک د وخت قوماندان ډګروال شامحمود او د همدغه کنډک د ثقيله ټولي قوماندان تورن نذير الله دوه کاله وړاندې د پاکستان استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور نيول شوي و.
د يادو کسانو محاکمه د دغې قول اردو اړوند په استناف محکمه کې په علني ډول ترسره شوه.
په پيل کې د قضايي جلسې د موظف څارنوال تورن نور محمد ثاق له لورې د تورنو کسانو صورت دعوا وړاندې شوه، چې په کې ياد کسان د پاکستان استخباراتي شبکې ISI سره د اړيکو، هغې ته د جاسوسۍ او له هیواد سره په خيانت تورن شول.
هغه د غونډې ګډونوالو ته د ثبوت په ډول د دواړو تورنو اعترافات هم واورول ، چې د ملي امنيت په اداره کې ترې ثبت شوي دي او د موجوده دليلونو او شواهدو ته په کتو يې يادو کسانو ته د اشد مجازات سزا غوښتنه وکړه.
ورپسې د تورنو مدافع وکيل توريالي مقنن له خپلو موکلينو دفاع وکړه، او ټينګار يې وکړ، چې پر موکلينو يې د امنيت له لورې په زوره اعترافات شوي او د څېړنو پرمهال محاکمه شوي هم دي.
تورنو کسانو هم ويل چې اعترافات پرې په زوره شوي؛ خو د قضايي هييت د مشر له لورې ترې د ثبوت غوښتلو په صورت هغوی غلي پاتې شول.
په پای کې د غونډې د قضايي هييت مشر جګړن نجيب الرحمن نديم د قضايي هييت پريکړه اعلان کړه، چې دواړه کسان په کې هيواد ته د خيانت کولو او د پاکستان له استخباراتي شبکې ISI سره د اړيکو په جرم په شل شل کاله تنفيذي بند محکوم شول.
د غونډې قضايي هييت اعلان وکړ، چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده او د قضيې دواړه اړخونه کولی شي، چې د استناف غوښتنه وکړي.
تر دې څو ورځې وړاندې هم د دغې قول اردو د څلورمې ليوا د يو ټولي قوماندان د وسلو د غلا په جرم په لس کاله تنفيذي بند محکوم شوی و.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته