پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دسولې عالي شورا: په بې سارې توګه دبین الافغاني مزاکراتولپاره زمینه مساعده شوې ده
نیټه: Wed, 10 Oct 2018 09:59:11 +0000

 

د سولې عالي شورا د افغان سولې په برخه کې د امریکا وروستیو اقداماتو ته په اشارې ویلي، چې اوس په بې سارې توګه د بین الافغاني مزاکراتو لپاره زمینه مساعده شوې ده.
 د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د ټینګښت په برخه کې د امریکا د وروستیو هڅو پر دوام، د سولې عالي شورا دغو هڅو ته خوشبیني ښودلې ده.
 د سولې شورا وایي، دا چې امریکا د افغان سولې لپاره ځانګړی او اغېزمن ټیم ګمارلی دی، نو تر بل هر وخت د سولې د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شوې ده.
 د سولې شورا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګري استازي زلمي خلیلزاد د سولې په اړه حکومت او طالبانو ته وړاندیزونه کړي دي.
 خلیلزاد له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې د سولې خبرو د پیل لپاره دې یو با صلاحیته پلاوی وټاکي.
 که څه هم افغان حکومت او طالبانو د خلیلزاد د وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې طالبانو ویلي وو، چې دوی له امریکا پرته له بل چا سره خبرو ته چمتو نه دي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته