پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کي ۷۵ وسلوال مخالفین د سولي له بهیرسره یو ځای شول
نیټه: Wed, 10 Oct 2018 12:22:32 +0000

 

دا د ننګرهار په بټي کوت ولسوالۍ کې د سولې له پروسې سره یوځای شوې هغه لسګونه طالب وسله وال دي چې کلونه يې پدې ولسوالۍ کې د حکومت پر ضد وسله وال فعالیت کړی.

د ننګرهار ملکی او نظامي چارواکي وايي د فضل الرحمن ،شرافت ،حقاني او میرزمان په نومونو د طالب پیژندل شویو قومندانانو په مشرۍ ۷۵ وسله وال د لسګونه میله سپکو او درنو وسلو سره  د سولې له پروسې سره یوځای شول .

د سولې پروسې سره تازه یوځای شوې طالب قومندانان وايي کلونه کيږي چې دبټي کوت په ولسوالۍ کې يې د پاکستان د استخباراتي شبکي (اي اس اي ) په لارښونه او تجهیزاتو يې د حکومت ضد وسله وال فعالیت کاوه خو وايي دکابل او نړۍ دنورو اسلامي هېوادونو د هغې فتوا په اساس چې په هیواد کې يې روانه جګړه ناروا بللي له وسله وال فعالیته لاس اخیستی .

بل خوا دیادي ولسوالۍ هستوګن هم د سولې پروسې سره دوسله والو طالبانو په یوځای کیدو خوښ دي او وايي که خدای کول نو نور به يې د سیمې  امنیت ښه شي.

بټي کوټ د ننګرهار یو له نا امنو ولسوالیو شمیرل کیده چې څه باندي لس کاله پکې د دولت بېلابېلو وسله والو مخالفینو فعالیت کاوه خو امنیتي مسؤلین وايي د ځايي پاڅونوالو له پاڅون وروسته پدې ولسوالۍ کې ددولت مخالفي وسله والي ډلې له زوره لویدلي او د مخامخ جګړي توان نلري .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته