پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

تخار کې د يوې هوسۍ لپاره مصنوعې پښه جوړه شوه
نیټه: Wed, 10 Oct 2018 12:34:51 +0000

 

 

د سويډن کمېټې له لوري د تخار ولايت په مرکز کې تالقانو کې د يوې هوسۍ لپاره چې د روانو جګړو له امله يې خپله پښه له لاسه ورکړې وه، مصنوعي پښه جوړه شوه.

تخار کې د سويډن کمېټې يوې سرچينې ویلي چې څو مياشتې وړاندې د دې ولايت يو اوسيدونکي يوه هوسۍ په داسې حال کې چې خپله يوه پښه يې د روانو جګړو له امله له لاسه ورکړې وه، د سويډن کمېټې ته راوسته.

ده ویلي چې څو مياشتې مخکې د دغه ولايت يوه اوسېدونکي يوه هوسۍ په داسې حال کې چې یوه پښه يې د جګړې تصادفي مرمۍ غوڅه کړې وه، د سويډن کمېټې ته وسپارله.

هغه وايي، ددې کمېټې کارکوونکو هڅه وکړه چې ددې هوسۍ لپاره يوه مصنوعي پښه جوړه کړي او په دې هڅه کې بريالي شول.

سرچينې د ياد شوي کس په اړه وويل چې هغه نه غواړي له رسنيو سره خبرې وکړي او يا يې هم د استوګنې ځاى چاته وښودل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې د نړۍ په کچه دا لومړى ځل دى چې د يو حيوان لپاره مصنوعي پښه جوړيږي او هغه بيا وکولاى شي چې پرې وګرځي.

 

په تخار کې د سويډن کمېټې د معلوماتو له مخې تيرکال دغې کمېټې په تخار کې د جګړې ٢٥٠ قربانيانو ته او په ټول هيواد کې د جګړې ٧٥٠ قربانيانو ته د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي دي.

ننګرهار کي ۷۵ وسلوال مخالفین د سولي له بهیر یو ځای شول

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته