پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان:د افغانستان د سولې په مسئله کې هر اړخیزه همکاري کوو
نیټه: Wed, 10 Oct 2018 12:39:21 +0000

 

افغانستان دا ځل د امریکا سره د پاکستان د هغو ژمنو په اړه په احتیاط خوشبیني ښودلې چې د افغانستان د سولې په اړه یې کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخلوال وايي؛ د پاکستاني او امریکايي چارواکو ترمنځ د سې شنبې د ورځې لیدنه د افغانستان د سولې لپاره مهمه ده، خو د اسلام اباد له خوا باید په‌دې برخه کې عملي اقدامات وشي.

د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې به هر اړخیزه همکاري کوي.

 د قریشي په خبره پاکستان غواړي د افغان جګړې د پای ته رسولو او په دغه هېواد کې د سیاسي حل لپاره خپلې همکارۍ ولري او په دې برخه کې مهم رول ترسره کړي.

زلمي خلیلزاد په دغه لیدنه کې ټینګار کړی دی چې پاکستان باید له خپل نفوذ په استفادې وسله وال طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي.

د خلیلزاد په خبره دا د ټولې سیمې لپاره غوره فرصت دی چې د ترهګرۍ په ختمولو کې مرسته وکړي او په دې توګه دلته روانې جګړې او ترهګري پای ته ورسوي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر زاخېلوال ویلي  امریکا د بل هر وخت په پرتله اوس د افغانستان د سولې په برخه په جدیت عمل کوي او په همدې خاطر یې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ یو نوی موقف رامنځ ته کړی دی.

د حضرت عمر زاخېلوال په وینا د امریکا د متحدو ایالتونو د بېلابېلو ادارو ترمنځ د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې ډیرې همغږي شوي دي.

​زلمی خلیلزاد چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په اداره کې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه کار کړی، د پاکستان د سیاستونو سخت مخالف ګڼل کیږي.

نوموړې ته اوس د امریکا د حکومت په استازیتوب دنده سپارل شوې چې د پاکستان، افغانستان او سیمې له نورو هیوادونو سره کار وکړي څو طالبان د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

 

په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د نوې ادارې د پیل راهېسې د پاکستان او امریکا اړیکې د افغانستان په جګړه کې ددې هیواد د رول له کبله ترینګلې دي.

ولسمشر ټرمپ د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکا سره د همکارۍ په برخه کې پاکستان په چل ول تورن کړی او له دې هیواد سره یې د امریکا پوځي مرستې ځنډولې دي.

پاکستان تل د افغان او امریکايي چارواکو هغه تورونه رد کړي چې ګوندې پر خپله خاوره یې د ترهګرو پر ضد کافي اقدامات نه دي کړي.

 پاکستاني چارواکي وايي، دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کې درانه زیانونه ګاللي چې باید له پامه ونه غورځول شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته