پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغانستان په زندانونو کې ۷۵۰ تنوباندې د اعدام محکم شوي
نیټه: Wed, 10 Oct 2018 12:51:25 +0000

 

د افغانستان حکومتي چارواکي وايي چې ددې هېواد په زندانونو کې سلګونه کسانو د اعدام په سزا محکوم شوي دي او ددې حکم په انتظار دی.

د افغانستان د محابسو عمومي ریس وايي چې ټول هېواد کې شاوخوا ۳۶ زره بندیان لري چې له دې جملې ۷۵۰ تنو باندې د اعدام حکم شوی .

د بخښنې د نړیوال سازمان ویلي چې  په ۲۰۱۶ کال کې ۶۰۰ کسانو باندې اعدام حکم شوی وو چې یوازې شپږ تنو باندې دا حکم تطبیق شوی وو.

د اکتوبر لسمه د اعدام د سزا پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده.

د افغانستان د حکومت شمیرې ښيي، چې د دغه هیواد په زندانونو کې سلګونه بندیان د اعدام په سزا محکوم شوي او د دغه حکم د عملي کیدو په انتظار دي.

د افغانستان د محابسو او توقیف‌خانو عمومي رئیس جنرال عبدالعلیم کوهستاني ویلي چې په اوسمهال د ۳۵زرو څخه نیولې تر ۳۶زره بندیان، د دغه هیواد په زندانونو کې بندیان دي.

کوهستاني ویلي چې په دې دغو بندیانو کې ۷۵۰ تنه باندې د اعدام حکم شوی .

دغه شمیر کسان په داسې حال کې په اعدام محکوم شوي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې د اعدام په سزا د محکوم شویو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ کال د ریپوټ پر اساس، په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د دولسو بندیانو د اعدام حکم صادر شوی وو، خو پر یو تن باندې دغه حکم عملي شو.

د دغه سازمان په ریپوټ کې راغلي، چې په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې ۶۰۰ تنه په افغانستان کې په اعدام محکوم شوي وو او په دغه کال کې شپږ تنه چې په تروریستي پیښو کې په لاس لرلو تورن شوي وو، د پلچرخي په زندان کې اعدام شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته