پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار په بټي کوټ کې دیوه روغتون دبنست ډبره کیښودل شوه
نیټه: Wed, 10 Oct 2018 13:05:08 +0000

 

په دې ولسوالۍ کې د کلیو او پراختیا وزارت له لورې دڅه باندي یولس میلونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژي هم پرانیستل شوې

ددې پروژو ترڅنګ په دې ولسوالۍ د پوهني وزارت له لورې اته ښوونځي هم په اساسي ډول جوړیږي

د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې د۵۴ میلونه افغانیو په ارزښت د یو پنځوس بیستریز روغتون دجوړېدو چارې پیل شوي .

ولایتي چارواکي وايي دا روغتون چې په لس جریبه ځمکه کې جوړیږي نه یواځي دا چې د بټي کوټ د اوسیدونکو روغتیايي ستونزي به حل کړي بلکي دتورخم جلال اباد پر لوي لار د رامنځ ته کېدونکو ترافیکي پیښو د قربانیانو درملنه به هم په کې کيږي .

ولایتی چارواکي وايي پدې ولسوالۍ کې دکلیو او پراختیا وزارت له لورې دڅه باندې یولس میلونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو سولرې سیستم دجوړېدو ،د۱۱اشاریه دوه کیلو متره سرک اوکاریزونو د جوړولو او پاکارۍ ترڅنګ به د پوهني وزارت له لورې اته ښوونځي هم په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چې په بېلابېلو برخو کې به ورسره ددې ولسوالۍ د هستوګنو ستونزې حل کړي .

دبټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي هم خوښ دي چې حکومتي مسؤلینو ورته پاملرنه ډېره کړي .

دوي وايي څه باندې لس کلنې جګړي ځپلي خو حکومت پاملرنه کولی شي چې ویجاړي شوې سیمي يې ورغوی او شته ستونزې يې لاپسي حل کړي .

دبټي کوټ لسوالۍ کې له تېرو څوکلون راهیسي کله هم ددولت دوسله والو مخالفینو خپل منځي نښتو او کله هم د وسله والو مخالفينو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ډيری ټولګټې ځایونه زیانمن شوي خو پدې ولسوالۍ کې د نسبي امنیت په راتلو سره حکومت هڅه کوي چې ویجاړ شوي ځایونه له سره ورغوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته