پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خلیلزاد افغان سولې په اړه دسعودي له وليعهدسره کتلي
نیټه: Thu, 11 Oct 2018 11:46:31 +0000

 

زلمي خلیلزاد د سعودي عربستان له ولعهد شهزاده محمد بن سلمان سره کتلي دي.
 د راپورونو له مخې نوموړي په دې لیدنه کې له سلمان سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
 خلیلزاد په افغان سوله کې د سعودي رول ته په اشارې ویلي، چې سعودي په دې برخه کې ډېر څه کولی شي. 
په یاده ناسته کې، چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر هم ګډون درلود دواړو لوریو د افغان سولې په برخه کې پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.
 خلیلزاد د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي تر ټاکل کېدو وروسته پنځو اسیایي هېوادونو ته خپل سفر پیل کړی دی او تمه ده نوموړی په دې سفر کې د یادو هېوادونو له مشرانو سره د افغان سولې په اړه سلا مشورې وکړي.
 خلیلزاد خپل سفر له افغانستانه پیل کړ او دلته یې له افغان چارواکو سره تر خبرو وروسته وویل، چې حکومت او طالبان دواړه باید د سولې خبرو لپاره یو با صلاحیته پلاوی وټاکي. 
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې شورا پرون وویل، افغان چارواکو له طالبانو سره د سولې په اړه غیر رسمي لیدنې کړې او طالبانو هم مذاکراتو ته لیوالتیا ښودلې ده

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته