پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

م م : د ولسي جرګي ټاکنو لپاره امنیت باید تینګ شي
نیټه: Thu, 11 Oct 2018 13:07:30 +0000

 


 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د امنیت د ساتنې مسولیت لري او ټینګار یې کړی، چې په دې برخه کې دې بشپړ چمتوالی ونیول شي.
د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو په یو بیان کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی ویلي، چې افغانان باید له ویرې، ګواښ او خنډ پرته په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپل استازي وټاکي.
هغه ویلي بشپړ امنیت ته اړتیا ده تر څو زیات نه زیات د رایې ورکولو مستحق وګړو ته د خپل قانوني حق کارولو زمینه برابره شي.
یاماموتو د کاندیدانو د کمپاین پر غونډو باندې وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي په رایه ورکوونکو، نوماندانو یا د ټاکنو په چارواکو هر ډول تاوتریخوالی یا ډار په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی.
یوناما په داسې حال کې د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د امنیت په ساتنې ټینګار کړی، چې وسله والو طالبانو په یو بیان کې خپلو جګړه مارانو ته د انتخاباتو پر امنیتي کارکوونکو او چارواکو باندې د بریدونو امر کړی دی.
په دغه بیان کې طالبانو را روان پارلماني انتخابات "دوکه" او "فریب" بللی او د بریدونو له لارې یې د دغو انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی دی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنیت په اړه خلکو ته ډاډ ورکوي او وايي، چې په دې برخه کې یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته