پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندوزکې سلګونه سوداګریز موټرونه بند پاتې دي
نیټه: Mon, 22 Oct 2018 11:35:07 +0000

 

د کندز ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې د الچین پل د تخریب له امله، سلګونه په سوداګریزو توکو بار موټرې د پل دواړو غاړو ته بند پاتې دي .
د دې خونې د عامل مدیر مسعود وحدت وویل چې له دې وړاندې به په دغه لویه لاره سلګونو په سوداګریزو توکو بار موټرو تګ راتګ کاوه.
نوموړی وايي چې اوس مهال د دغې لارې د بندېدو له امله سوداګر خپل مالونه د دشت ارچي له لارې انتقالوي چې له یوې خوا اوږده ده او له بلې خوا ناامنه.
دی وايي، که یاد پل ژرترژه ونه‌رغول شي، د شیرخان بندر د سوداګریزو فعالیتونو د بندېدو لامل به وګرځي.
د الچین پل امام صیب، قلعه‌زال او دشت ارچي ولسوالۍ او شیرخان بندر د کندز له مرکز سره وصلوي.
د یادولو وړ ده چې د شیرخان بندر له لارې د افغانستان سوداګریز مالونه مرکزي اسیا هېوادونو ته هم انتقالېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته