پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهارصنعتکاران:که شته ستونزې يي لرې نشي کارخونې به وتړي
نیټه: Tue, 23 Oct 2018 11:47:06 +0000

 

د ننګرهار په صنعتي پارک کې د وریجو د پروسيس دا فابریکه د بریښنا نشتون له امله په ټپه ولاړه ده. 
په دې صنعتي پارک کې فابریکه لرونکي وايي له تېرو شپاړلسو ورځي راهیسي چې د لغمان ولایت دبادپښ په سیمه کې په ننګرهار او لغمان دبریښنا لین پرې شوې هره ورځ د پنځوس زره افغانیو نیولي ترسل زره افغانیو تاوان پرې کوي. 
د مدني ټولنو استازي بیا وايي چې په لغمان  کې  د بریښنا لین د پرېکیدو مسله نوي نده او له تېرو څو کلونو راهیسي کله کله دا لین د سیمې داوسیدونکو یا هم دوسله والو طالبانو له خوا پرې کیږي چې له امله يي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. 
دوی له حکومتي چارواکو غواړي چې د یادې ستونزې د دایمې حل لپاره دې په بادپښ راتیر شوې بریښنا لین دکابل جلال اباد عمومي سړک ته انتقال کړي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي بیا ژمنه کوي چې ددې ستونزې د لنډمهاله او اوږد مهاله حل لپاره هڅې پیل کړي چې په نن او سبا کې به دبریښنا لین دلنډمهال لپاره بیاځلې وتړل شي خو ددې ستونزې د داېمي حل لپاره يې دا مسله  د مرکزي حکومت له چارواکو سره شریکه کړي چې د مرکزي حکومت چارواکو ورسره منلي چې د بریښنا دا لین به د بادپښ پرځای دکابل جلال اباد عمومي سړک ته انتقالوي.
ننګرهار کې یوشمیر فابریکه لرونکي چې سلګونه کسان ورسره په کار بوخت دي وايي که يې د بریښنا ستونزه همداسې پاتې شي نو اړ دي چې خپلې سرمايي نورو سیمو ته د پانګونې لپاره انتقال کړی چي ورسره به ګڼ شمیرخلک بې کاره شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته