پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ماليې وزارت: هغوشرکتونوته دوه میاشتې وخت ورکړ چې ماليې يې نه دي ورکړي
نیټه: Sun, 28 Oct 2018 10:51:19 +0000

 

د مالیي وزارت هغوشرکتونوته خبرداری ورکړ چې خپلي ماليې يي نه دي تحویل کړي .
وزارت ویلي که دوې خپلې جریمې پرې نه کړي، نو بانکي حسابونه به یې بند او ممنوع الخروج به اعلان شي.

د مالیې وزارت هغو شرکتونو ته چې مالیې یې نه دي ورکړي، دوه میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه تصفیه کړي.

د دې وزارت د عوایدو د څانګې رئیس عبدالحبیب ځدراڼ په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې که چېرې دا شرکتونه بیا هم خپلې مالیې ورنه کړي، نو د شرکتونو د مالکانو دارایۍ به خرڅې، بانکي حسابونه به یې بند او دوی به ممنوع الخروج اعلان شي.

له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۹۶ هجري شمسي کال پورې یوشمېر شرکتونو دولت ته مالیه نه ده ورکړې چې درنه مالیاتي جریمه ورباندې اوښتې ده.

ځدراڼ وايي، د دې لپاره چې دغه شرکتونه وتوانېږي چې خپله مالیه تصفیه کړي، ۹۵ فیصده مالیه چې شااوخوا ۲۰ ميلیارده افغانۍ کېږي ورته بخښل کېږي.

د نوموړي په وینا، له معاف کېدو وروسته او د کمې مالیې د اخیستلو له پيل راهیسې تراوسه ۶۰ په سلو کې شرکتونو چې شمېره یې شااوخوا ۲۰ زرو ته رسېږي، له ۸ تر لس ميلیارده افغانیو پورې خپله مالیه تحویل کړې ده.

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، دا کار به د دې لاامل شي چې له مالیې د تېښتې فرهنګ ختم او په دې سره به د دولت په عوایدو کې زیاتوالی راشي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته