پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حکومت اماراتو کې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابروي
نیټه: Tue, 30 Oct 2018 09:55:47 +0000

 

د اجرایه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ په دوبۍ کې پخپل استوګنځي کې په عربي هېوادونو کې له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي دي.
 دغه سوداګرو په بېلو برخو کې خپلې شته ستونزې له ډاکټر عبدالله سره شریکې کړې دي. 
ددوی په وینا د مالیاتو د ورکړې منظم سیستم نشتوالی، د سړو خونو نشتوالی، د حکومت له لوري کمې اسانتیاوې او ځینې مالي مسئلې هغه څه دي چې افغان سوداګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
 اجرایه رییس وویل، چې د سوداګرو د ستونزو حل یې د کارونو په سر کې راځي او د سوداګرو ددغه ستونزو حل ته به هم جدي پاملرنه وکړي.
 اجرایه رییس هلته د ګوربزو او ځینو نورو قومونو له استازو سره هم کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته