پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پکتیاوال: دکرکټ لوبغالي په جوړولوکې فساد اودرغلي شوي
نیټه: Tue, 30 Oct 2018 12:48:36 +0000

 

د پکتيا د کرکټ لوبغاړي او روزونکي په ګردېز کې د جوړيدونکي لوبغالي د چارو له خراب کيفيت څخه شکايت کوي او وايي که د لوبغالي چارې سمې پر مخ لاړې نشي، نو په مدني اعتراضونو به لاس پورې کړي.  
دوی وايي چې د پکتيا کرکټ لوبغالی کابو پنځه کاله مخکې منظور شوی او سره له دې چې درې کاله وړاندې يې د جوړېدو چارې پيل شوې، تر اوسه د لوبغالي يوازې شاوخوا شل سلنه کارونه تر سره شوي دي. 
د پکتيا د لوبغاړو يو تن روزونکي جنت خان خاموش رسنیوته وويل چې دې کرکټ لوبغالي ته اووه لکه او پنځوس زره امريکايي ډالر منظور شوي و، خو قرارداد يې په دوه لکه او پنځه دېرش زره ډالر شوی او د پاتې پيسو درک نشته او ورکې شوې دي. 
نوموړی وايي له تېرو څو مياشتو راهيسې په دې لوبغالي کې هېڅ رغنيز کار ندی شوی. 
لوبغاړي وايي چې د کرکټ لوبغالي د چمن اوبه کولو لپاره آن جرنېټر تېل نلري، چې له امله يې چمن له تېرو درې اونيو راهیسې ندی اوبه شوی او ځينې وخت ورته لوبغاړي په خپلو شخصي پيسو تېل پيري. 
د کرکټ بورډ ولايتي مسول وکيل منګل په کرکټ لوبغالي کې ستونزې او فساد مني او وايي چې دا مسايل يې په وخت له مرکزي ادارې سره شريک کړي دي. 
منګل وويل چې ده ته هم لوبغالي ته د ننوتو او کارونو څارلو اجازه نده ورکول شوې او د يو ميليون ډالرو په نوي قرارداد کې هم احتمالي فساد ته اندېښمن دی. 
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کرکټ بورډ د عمومي مشر عزيزالله فضلي نظر هم ولرو، خو د پرله پسې اړيکو سربېره هم بريالي نشو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته